۰
د ملي امنیت شورا سلاکار:

څوک چې د حکومت پر ضد وسله پورته کړي دښمن دی او به ځپل شي

چهارشنبه ۲۴ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۷
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب وايي، هر څوک چې د حکومت پر ضد وسله پورته کړي دښمن دی او افغان ځواکونه به یې وځپي.
څوک چې د حکومت پر ضد وسله پورته کړي دښمن دی او به ځپل شي
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب وايي، هر څوک چې د حکومت پر ضد وسله پورته کړي دښمن دی او افغان ځواکونه به یې وځپي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي محب دغه څرګندونې پرون سه شبنې د سلواغې ۲۳ مه د کورنیو چارو وزارت د نوي سرپرست وزیر مسعود اندرابي د معرفۍ د مراسمو په جوړه شوې غونده کې کړې دي.

هغه په خپلو خبرو کې ویلي« هر څوک چې د خلکو او حکومت په مقابل کې وسله پورته کوي زموږ دښمن دی او موږ د خپلو دښمنانو پر ضد په مېړانه جګړه کوو.»

نوموړي ټینګار کړی، چې افغان ځواکونو په سختو شرایطو کې د هېوادوالو د امنیت هڅه کړې او چا ته به اجازه ورنکړي، چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځان او وینو معامله وکړي.

ښاغلي محب دا هم ویلي چې ژمنو ځوانانو ته د بنسټونو د مشرتابه سپارل د ښایسته سالارۍ پر بنسټ ترسره کېږي او امنیتي بنسټونه به غیر سیاسي شي. 

په ورته وخت کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي زیاته کړې، چې له ترهګرۍ، نشه يي توکو قاچاق او زورواکو پر وړاندې مبارزې او د امنیتي وضعیت ښه کېدو لپاره به له ټول توان کار واخلي.  

د کورنیو چارو سرپرست وزیر وايي، هغو چې د افغان سرتېرو په ډوډۍ معامله کوي له ترورېست کم نه دي او په هره کچه چې وي قانوني چلند به ورسره کېږي.

باید و ویل شي، چې مسعود اندرابي درې ورځې وړاندې د ولسمشر غني د یوه ځانګړي فرمان پر اساس د کورنیو چارو وزارت سرپرست وټاکل شو.

تر دغه وړاندې دغه دنده د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب پر مخ وړله.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي