د ناټو غړو هېوادونو په یوه خوله له افغان سولې ملاتړ کړی دی

24 دلو 1397 ساعت 11:02

د ناټو دفاع وزیرانو په غونده کې د یاد سازمان ټولو غړو په یوه خوله په افغانستان کې د تل پاتې سولې په رامنځ ته کېدو او د سولې له هوکړې ملاتړ کړی دی.


د ناټو دفاع وزیرانو په غونده کې د یاد سازمان ټولو غړو په یوه خوله په افغانستان کې د تل پاتې سولې په رامنځ ته کېدو او د سولې له هوکړې ملاتړ کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ناټو دفاع وزیرانو غونډه نن د بلجیم پلازمېنه بروکسل کې د دوه ورځو لپاره پیل شوه، چې تر ډېره په کې د افغانستان په اړه خبرې کېدونکې دي.

په ناټو کې د امریکا دایمي سفیره کې بیلي هاچیسون د یاد سازمان په غونډه د افغانستان د سولې پر مسئله اوږده بحثونه شوي دي.

نوموړې ویلي ناټو غواړي، چې د ټولو افغانانو په یووالي او غوښتنه په افغانستان کې تل پاتې سولې هوکره رامنځ ته شي او نور دغه هېواد په خپلو پښو ودرېږي.

د هغې په وینا د ناټو ټول غړي او متحدین په دې باور دي، چې په افغانستان کې روانه جګړه د مذاکراتو پر مټ د حل وړ ده او له نظامي لارو هېڅ لوری بري ته نه شي رسېدلی.

ناټو کې د امریکا دایمي سفیره ټنیګار کړي، چې د افغانانو په خوښه او اتفاق دې د دایمي سولې یوه هوکړه رامنځ ته شي او ناټو به له دغه هوکړې هر اړخیز ملاتړ کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 113427

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113427/

جمهور
  https://www.jomhornews.com