د ټاکنو په اړه امنیتي ځواکونو، دولتي چارواکو او کارکوونکو ته د ولسمشر غنی خبردارۍ

24 دلو 1397 ساعت 14:04

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دوه جلا فرمانونو کې ټولو امنیتي ځواکونو، دولتي چارواکو او کارکوونکو ته خبردارۍ ورکړ، چې په راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو کې له هر ډول لاسوهنې او مداخلې ډډه وکړي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دوه جلا فرمانونو کې ټولو امنیتي ځواکونو، دولتي چارواکو او کارکوونکو ته خبردارۍ ورکړ، چې په راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو کې له هر ډول لاسوهنې او مداخلې ډډه وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي نن چهارشنبې د سلواغې ۲۴ مه په یوه خبري غونډه کې د ولسمشر غني دغه دوه فرمانونه ولوستل.

د ولسمشر په لومړي فرمان کې دولتي چارواکي او کارکوونکو ته ویل شوي، چې د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو په موخه دې په ټاکنیزو چارو کې مداخله نه کوي او خپله بې طرفي دې وساتي.

فرمان کې راغلي، دولتي کارکوونکي مکلف دي چې له اړوندو ارګانونو سره د بې طرفي په پام کې نیولو سره لازمه مرسته او همکاري وکړي.

دغه راز په فرمان کې دغه راز راغلي، هیڅ څوک حق نه لري د ټاکنو کمیسیون ته د کارکوونکو په توګه فرمایشي کسان ولېږي او یا هم د قانون خلاف د کوم نوماند په ملاتړ له دولتي منابعو ګټه واخلي.

همدارنګه په فرمان کې ویل شوي هېڅ دولتي چارواکی او کارکوونکی نه شي کولای د خپل وظیفوي موقف څخه د کوم مشخص نوماندان په ګټه کار وکړي.

د رایې ورکولو او رایې شمارلو مرکزونو ته له وسلو سره نه داخلېدل، بله هغه سپارښتنه ده، چې د ولسمشر په فرمان کې دولتي چارواکو او کارکوونکو ته شوې ده.

دغه راز په فرمان کې ویل شوي، هېڅ دولتي اداره نه شي کولی د کوم پروژې د پیل په مراسمو کې کوم نوماند ور وبولي.

په ورته وخت کې د یو بل فرمان له مخې، ولسمشر دفاع او کورنیو چارو وزارت ته هم لارښوونه کړې چې د ټاکنو د امنیت ساتلو لپاره دې لازم تدابیر ونیسي.

فرمان کې ویل شوي، ټولو امنیتي ځواکونو ته دې هدایت ورکړل شي چې د ټاکنیزو مرکزونو له امنیت ساتلو پرته دې په ټاکنیزو چارو کې مداخله او له کوم نومانده ملاتړ نه کوي او د رایي ورکوونکو ټولو حقونو ته په پام باید د هغوی له حقونو دفاع وکړي او له هر راز توپیرونو پرته خپله دنده په صادقانه ډول سر ته ورسوي.

په دې فرمان کې ملي دفاع، کورنیو چارو وزارتونو او ملي امنیت ریاست ته سپارښتنه شوې تر څو په ټاکنو کې د امنیتي ځواکونو د نه مداخلې په اړه کړنلاره ترتیب او د ملي امنیت شورا ته یې ولېږي.

د دواړو فرمانونو کې خبردارۍ ورکړل شوی هر هغه چا چې له دې فرمان څخه سرغړونه وکړه او یا یې هم د قانون خلاف عمل وکړو تر عدلي څار لاندې به ونیول شي.

باید و ویل شي، چې د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې به د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ میاشتې په ۲۹ مه نېټه تر سره شي.

دغه ټاکنو ته د ولسمشرۍ غني او اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله په ګډون ټولټال ۱۸ تنو ځانونه نوماند کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 113446

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113446/

جمهور
  https://www.jomhornews.com