۰
د سولې او اعتدال ټیم:

حکومت دې د خپلو سیاسي رقیبانو په اړه دښمنانه دریځ ته پای ورکړی

چهارشنبه ۲۴ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۳۱
د محمد حنیف اتمر په مشرۍ په راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو کې د سولې او اعتدال ټیم پر حکومت غږ کړی، چې د خپلو سیاسي مخالفینو پر وړاندې دښمنانه دریځ ته د پای ټکی کېږدي.
حکومت دې د خپلو سیاسي رقیبانو په اړه دښمنانه دریځ ته پای ورکړی
د محمد حنیف اتمر په مشرۍ په راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو کې د سولې او اعتدال ټیم پر حکومت غږ کړی، چې د خپلو سیاسي مخالفینو پر وړاندې دښمنانه دریځ ته د پای ټکی کېږدي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ټیم نن چهارشنبې د سلواغې ۲۴ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي د حکومت مشرتابه د قانون خلاف په حکومتي دستګاه کې د خپل سیاسي رقیبانو په ځانګړې ډول د هغه کسانو، چې د سولې او اعتدال د ټیم ملاتړ دي پسې راخیستې او له دندو یې لري کوي.

په دغه خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د حکومت مشرتابه د سولې او اعتدال د ټیم د پلویانو پر ځای د خپل ټیم ملاتړ په دندو ګماري، چې دغه کار یې د نه منلو دي.

خبرپانه وايي، له څو وزیرانوو سلاکارانو، والیانو او ان د یو شمېر ټيټو بستونو کارکوونکي چې د سولې او اعتدال د ټیم ملاتړي و د حکومت د مشرتابه له خوا لرې کړای شوي او ولسمشر د دې لپاره چې په راتلونکو ټاکنو خپل سیوری ولري د خپل ټیم اړوند کسان په دندو ګمارلي دي.

د سولې او اعتدال ټیم د حکومت له دغه کړنو د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال محمد محقق لرې کولو د بېلګې په توګه یاد کړي، چې په وینا یې هغه د سولې او اعتدال په ټیم کې دی نو ځکه حکومت له دندې لرې کړی.

دغه راز دوی په حکومت دا تور هم پورې ګړی، چې د سولې او اعتدال ټیم پر یو شمېر نورو پلویانو هم د فشار راوړل د دې لپاره دي، چې ټاکنې تر خپل سیوري لاندې راولي.

په دغه خبرپانه کې پر ولسمشر غني نیوکه شوې، چې په بې باکانه توګه له خپلو صلاحیتونو په ټاکنو کې پر خپل ګټه کار اخلي، چې په وینا یې د ولسمشر دغه کار نه یوازې د دوی بلکې د ولسمشرۍ راتلونکو ټولو نوماند ټیمونو ته د منلو نه دی.

سرچینه وايي، د سولې او اعتدال ټیم نه یوازې د حکومت دغه دښمنانه دریځ غندلي بلکې د دې تر څنګ له حکومته جدي غواړي، چې دغه لړۍ ودروي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي