۰

طالب پلاوی د پاکستان له لومړي وزیر او خلیلزاد سره اسلام آباد کې ګوري

پنجشنبه ۲۵ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۲
د طالبانو د قطر دفتر پلاوی اسلام آباد ته ځي او هلته د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان او د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره وګوري.
طالب پلاوی د پاکستان له لومړي وزیر او خلیلزاد سره اسلام آباد کې ګوري
د طالبانو د قطر دفتر پلاوی اسلام آباد ته ځي او هلته د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان او د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره وګوري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټاکل شوې د طالبانو د قطر پلاوی راتلونکۍ اونۍ اسلام آباد ته ولاړ شي او له عمران خان او خلیلزاد سره به پر افغان سوله خبرې وکړي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې د دغه خبر پخلی کړی او ویلي یې دی، چې د طالبانو مرکچي پلاوی د پاکستان په رسمي غوښتنه دغه هېواد ته ورځي.

مجاهد په خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی پلاوی به د روانې میلادي فبرورۍ میاشتې په ۱۸ مه په اسلام آباد کې له خلیلزاد سره وګوري.

طالب ویاند دا هم وايي، چې دغه پلاوی به د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره د افغانستان او پاکستان پر اړیکو او د افغان کډوالو پر وضعیت خبرې وکړي.

دغه راز د طالبانو په خبرباڼه کې ویل شوي، چې د قطر د خبرو د تېرې پرېکړې سره سم به د طالبانو او امریکا پلاوی د فیرورۍ په ۲۵ مه یو ځل بیا په دوحه کې سره جرګه او پر افغان سوله به خبرې وکړي.

پاکستان تر اوسه اسلام آباد ته د طالب پلاوی د ورتګ په اړه څه نه دي ویلي، خو زلمي خلیلزاد له تېرو دریو ورځو راهیسې د افغان سولې په تړاو خپل پنځم سفر پیل کړی دی.

هغه وړمه ورځ په بروکسل کې د ناټو او اروپايي ټولنې له مشرانو سره پر افغان سوله خبرې وکړې او دا خبرې یې ګټورې وبللې.

دغه راز ټاکل شوې، خلیلزاد به پاکستان، افغانستان، قطر او ترکیې ته هم لاړ شي او د دغه هېوادونو له چارواکو سره به پر سوله خبرې وکړي.

ویل کېږي ترکیې ته د خلیلزاد د سفر پر مهال به د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف هم دغه هېواد ته ورشي او له خلیلزاد سره به د افغانستان په اړه خبرې اترې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي