پر ایراني ځواکونو ځانمرګي برید درنه مرګ ژوبله اړولې ده

25 دلو 1397 ساعت 9:54

راپورونه وايي، ایران کې د دغه هېواد پر سپاه پاسداران ځواکونو ځانمرګی برید شوی چې له امله یې ۴۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


راپورونه وايي، ایران کې د دغه هېواد پر سپاه پاسداران ځواکونو ځانمرګی برید شوی چې له امله یې ۴۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه برید پرون چهارشنبې د سلواغې ۲۴ مه ماښام مهال د ایران د سیستان بلوچستان ایالت د خاش په سیمه کې د ایرانو ځواکونو پر یوه بس موټر شوې ده.

ایراني رسنۍ وايي، د دغه هېواد د چارواکو له قوله ویلي، په دغه برید کې ۲۷ تنه وژل شوي او کابو ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

دغه رسنیو ویلي، چې د پېښې ټپیان د زهدان روغتونو ته د درملنې په موخه لېږدول شوي دي.

ایراني چارواکو د برید مسوولین تکفري او د لویو استکباري قدروتونو د استخباراتي ډلو کار بللی دی.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 113457

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113457/

جمهور
  https://www.jomhornews.com