اروپايي کمېسیون سعودي عربستان هم د پيسو د سپینولو او د ترهګرو د ملاتر په نوملړ کې ورشامل کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اروپايي کمیسیون وايي، سعودي عربستان د ترهګرو د ملاتړ او همدا راز د پیسو سپینولو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې کمزوری عمل کړي، نو ځکه یې په دغه لېست کې ورزیات کړ.
باید و ویل شي، چې دغه لېست به د اروپايي پارلمان تایید ته هم وړاندې کړې، خو د دغه پارلمان غړو ورا د مخه ویلي، چې یاد نوملړ ته به د تایید رایه ورکوي.
د یادونې ده، چې افغانستان او ایران هم له وړاندې د اروپايي کمېسیون په هغه لېست کې موجود وو، چې د پیسو سپینولو پر وړاندې مبارزه کې کمزوري دي.
خو په دغه لېست کې له شته هېوادونو سره اروپايي بانکونه او هېوادونه باید له احتیاط کار واخلي، خو نور بندیزونه نه ورباندې وضع کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل