د امریکا سنا د یمن په جګړه کې له سعودي ملاتړ پای ته ورساوه

25 دلو 1397 ساعت 10:27

د امریکا د استازو جرګې د یوه پرېکړه لیک په تصویر سره د یمن په جګړه کې له سعودي عربستان څخه د امریکا ملاتړ پای ته ورساوه.


د امریکا د استازو جرګې د یوه پرېکړه لیک په تصویر سره د یمن په جګړه کې له سعودي عربستان څخه د امریکا ملاتړ پای ته ورساوه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پرېکړه لیک د امریکا د استازو جرګې چې دېموکراتان په کې برلاسي دي، پرون تصویب کړی دی.

دغه پرېکړه لیک ته چې پر مټ یې د یمن په جګړه کې له ریاض څخه د واشنګټن ملاتړ پای ته رسولی ۲۴۸ استازو د تایید او ۱۷۷ د رد رایه ورکړې ده.

یاد پرېکړه لیک د یمن په جګړه کې الوتکو ته د سونګ موادو د برابرولو په ګډون د دې هېواد په کورنۍ جګړه کې د امریکایي ځواکونو هر ډول ښکېلتیا بندوي.

په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ژمنه کړې، چې دغه پرېکړه لیک به ویټو کوي، خو داسې ښکاري، چې د دې ویټو د ردلو لپاره په کانګرېس کې کافي ملاتړ نشته دی.

باید و ویل شي، چې د امریکا سنا ې تېر کال ورته یوه لایحه تصویب کړې وه خو پر هغې په استازیو جرګه کې چې هغه مهال جمهوري غوښتونکې په‌کې برلاسي وو، رایې ونه خستل شوې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 113461

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113461/

جمهور
  https://www.jomhornews.com