۰

کابل کې ۱۰ غیر مسوول وسله وال کسان ونیول شول

پنجشنبه ۲۵ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۵
کورنیو چارو وزارت وزات وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې د غیر مسووله وسله والو کسانو یوه لس کسیزه ډله نیولې ده.
کابل کې ۱۰ غیر مسوول وسله وال کسان ونیول شول
کورنیو چارو وزارت وزات وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې د غیر مسووله وسله والو کسانو یوه لس کسیزه ډله نیولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن پنشنبې د سلواغې ۲۵ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه وسله وال ډله تېره شپه د کابل ښار د دویمې ناحیې اړوند د ګلبهار سنټر په سیمه کې نیول شوې ده.

په خبرپاڼه کې ویل راغلي نیول شویو کسانو په یاده سیمه کې د خلکو په ځورونه لاس پورې کاوه، چې د پولیسو له خوا ونیول شول.

کورنیو چارو وزارت وايي، له دغه لسو تنو لس میله ډول ډول وسلې دوه عرادې موټر چې یو یې هایلکس او بل یې فورتینر و هم نیول شوي دي.

وزارت خبرداری ورکړیو چې د زورواکو، غیر مسووله وسله والو، قانون ماتونکو او جنایت کاروانو پر وړاندې د ملي پولیسو نه ستړېکدونکې مبارزه به دوام ولري.

باید و ویل شي، چې د زورواکو، غیر مسووله وسله والو، قانون ماتونکو او جنایت کاروانو پر وړاندې د کورنیو چارو وزارت مبارزه له تېرې څه مودې راهیسې خورا ګړندۍ شوې، چې د ولس له تاوده هرکلي سره مخ شوې ده.

په خوله رسنیو کې ولس پر کورنیو چارو وزارت غږ کړی، چې خپلې مبارزې ته ادامه ورکړي او ولس له پولیسو سره په کلکه ولاړ دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي