۰
سیاسي شنونکي:

له عمران خان سره د طالبانو ناسته پر افغان سولې نه د پاکستان د ګټو لپاره ده

پنجشنبه ۲۵ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۴۴
یو شمېر سیاسي شنونکي د طالبانو او عمران ترمنځ ناستې ته په اشار وايي، دغه ناسته د افغانستان د سولې لپاره نه بلکې د پاکستان د ګټو د خونديتوب لپاره ده.
له عمران خان سره د طالبانو ناسته پر افغان سولې نه د پاکستان د ګټو لپاره ده
یو شمېر سیاسي شنونکي د طالبانو او عمران ترمنځ ناستې ته په اشار وايي، دغه ناسته د افغانستان د سولې لپاره نه بلکې د پاکستان د ګټو د خونديتوب لپاره ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وسله والو طالبانو پرون په یوه خبرپاڼه کې و ویل، چې د دوی د قطر دفتر پلاوی به د پاکستان په رسمي بلنه اسلام آباد ته ولاړ شي او د دغه هېواد له لومړي وزیر عمران خان سره به وګوري.

د طالبانو په خبرپاڼه کې ویل شوي و چې د دوی پلاوی به راتلونکې اوونۍ اسلام آباد ته ولاړ شي او له خان سره به د دواړو هېوادونو پر اړیکو، پاکستان کې پر مېشتو افغان کډوالو او دغه راز سوداګرو د ستونزو په اړه خبرې وکړي.

له دې سره ویل کېږي طالب پلاوی ښايي په اسلام آباد کې د افغان سولې لپاره د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي سره هم وګوري او د سولې په تړاو ورسره خبرې وکړي.

خو له عمران خان سره د طالب پلاوی د کتنې په اړه یو شمېر افغان سیاسیون وايي، دغه ناسته د افغانستان د ستونزې د حل لپاره نه بلکې په دغه ستونزه کې د پاکستان د ګټو د خوندیتوب لپاره ده.

سیاسي شنوونکي وايي، طالبان به په دغه ناست کې عمران خان ته ډاډ ورګړي، له امریکايي چارواکو سره په خبرو کې د پاکستان د ګټې ساتنه سره کرښه وي.

د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې طالبان د پاکستان له دولت سره نېږدې او ټینګې اړیکې لري او په همدې اساس د طالبانو په بېلا بېلو ناستو کې د پاکستان د څارګرې ادارې غړو شتون درلود.

احمد سعدي وايي داسې معلومات هم لري، چې ملا عبدالغني برادر چې تازه د طالبانو د قطر دفتر مشر ټاکل شوی لا هم په پاکستان کې دی او د طالب پلاوی او عمران خان تر منځ ناسته کې به هم ګډون ولري.

هغه د طالبانو او عمران خان د ناستې په اړه و ویل«دا غونده د دې لپاره ده، چې طالبان عمران خان ته دا ډاډ ورکړي، چې له امریکا سره د طالبانو په خبرو کې به د پاکستان د ګټو ساتل سره کرښه وي.»

د سعیدي په وینا له دې غونډې د طالبانو بله موخه دا ده، چې وښيي دوی د افغانستان راتلونکی ځواک دی او هڅه کوي د افغانستان ګاونډیو ته دا وښي، چې له قدرت ته رسېدو وروسته به یې له دوی سره اړیکې ښې وي.

دغه سیاسي کارپوه وايي، که د همدې ناستې په تړاو افغان حکومت پر پاکستان کومه نیوکه هم کوي، نو د پاکستان ځواب به ورته دا وي، چې دوی د افغان سولې په برخه کې د زمینې برابرولو او د کابل د غوښتنې سره سم طالبانو ته رسمي دعوت ورکړی وو.

جمهورخبري آژانس:وحید فرزان
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي