۰

حامد کرزی: موقت حکومت افغان ستونزه نه شي اوارولی

پنجشنبه ۲۵ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۰۳
پخواني ولسمشر حامد کرزي د موقت حکومت له جوړېدو سره مخالفت کړی او وايي، لنډمهاله حکومت د افغانستان کشاله نه شي اوارولی.
حامد کرزی: موقت حکومت افغان ستونزه نه شي اوارولی
پخواني ولسمشر حامد کرزي د موقت حکومت له جوړېدو سره مخالفت کړی او وايي، لنډمهاله حکومت د افغانستان کشاله نه شي اوارولی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي دغه څرګندونې له بي بي سي سره په یوه تازه مرکه کې، چې نن پنشنبې د سلواغې ۲۵ مه خپره شوې کړې دي.

څه موده وړاندې لوېدیځو رسنیو و ویل، چې امریکا له طالبانو سره د سولې لپاره افغانستان کې لنډ مهالی حکومت غواړي او دغه راز د مسکو په غونډه کې هم د افغان سیاسیون او طالبانو تر منځ خبرو کې د موقت حکومت وړاندیز په هغه صورت کې وشو، چې طالبان له جګړې لاس واخلي او سوله وکړي.

خو پخواني ولسمشر کرزي په دغه مرکه کې ویلي، چې دی د لنډ مهالې حکومت پلوي ځکه نه دی، چې په وینا یې موقت حکومت د افغانستان روانه کشاله نه شي اوارولی.

ښاغلي کرزي د مسکو ناسته د بین الافغاني خبرو لپاره خورا ګټور بللې او پر وسله والو طالبانو یې غږ کړی، چې له افغان حکومت سره خبرې وکړي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي په دغه مرکه کې د افغان سولې په تړاو لا هم د پاکستان پر نیت شک ښودلی خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

ښاغلی کرزی پر داسې مهال د افغان سولې په برخه کې د پاکستان پر نیت یو وار بیا تازه شک ښي، چې ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ اسلام آباد کې د طالبانو د قطر دفتر پلاوی د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان او خلیلزاد سره پر افغان سوله جرګه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي