۰

جرمنې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ پر سوله غونډه جوړوي

شنبی ۲۷ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۱
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي، هېواد یې هڅه کوي، چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ پر افغان سوله یوه غونډه جوړه کړي.
جرمنې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ پر سوله غونډه جوړوي
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي، هېواد یې هڅه کوي، چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ پر افغان سوله یوه غونډه جوړه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت مسولینو زیاته کړې، چې دغه غونډه به د دوی په خاوره کې جوړه شي.

د جرمنې د بهرنیو چارو وزارت ویاند رینیرو برول شپېګل مجلې ته پرون جمعه د سلواغې ۲۶ مه په یوه مرکه کې ویلي چې هېواد یې د همدې هدف لپاره یوه طرحه هم چمتو کړې ده.

نوموړي ویلي جرمني د افغانستان دوهم سترمتحد هېواد دی او د دغه هېواد پر وړاندې ځانګړی مسوولیت لري نو ځکه یې مټې بډوهلې، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د دوی په غوښتنه غونډه جوړه کړي.

د هغه په وینا د افغانستان کشاله های پای ته رسېدای شي، چې وسله وال طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته غاړه کېږدي او د سولې په هلو ځلو کې برخه واخلي.

نوموړي ټینګار کړی، چې هېواد له روسیې او امریکا سره هم په دې اړه خبرې کړې او غواړي په افغانستان کې ښکېلې خوا یوې موافقې ته ورسېږي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغانستان بین الاافغاني سولې ته اړتیا لري او دوی د دغه پروسې ملاتړ کوي، خو دا چې افغان حکومت او طالبانو د دغه هېواد د یادې طرحې په اړه ځواب څه و، څه نه دي ویلي.

المان پر داسې مهال د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې په اړه د غونډې د جوړېدو خبر ورکوي، چې تر دې څو ځلې وړاندې، په قطر، اماراتو، اسلام آباد او مسکو کې پر افغان سوله غونډې جوړې شوې خو په هره غونډه کې طالبانو له افغان حکومت سره د خبرو کولو څخه انکار کړی دی.

طالبان اوس هم پر خپل دریځ ولاړ دی او وايي، دوی یوازې له امریکا سره خبرې کوي، خو نړیوال وايي، تر چې طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته غاړه کېنږدي، افغانستان کې تل پاتې سوله ناشونې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي