افغان ولسمشر محمد اشرف غني د جرمني د مونیخ کنفرانس په څنډ کې د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره کتلي او پر یو لړ مسایلو یې ورسره خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ واييو ښاغلي غنی او ښاغلي ثاني د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو پر لا ښه کېدو او زیاتېدو او سولې ټینګار کړی دی.
په خبرپاڼه کې د قطر د امیر له قوله ویل شوي، چې هېواد یې د افغان حکومت په مشرۍ او مالکیت د سولې له پروسې ملاتړ کوي.
سرچینه زیاتوي، چې ولسمشر غني هم د قطر له امیر څخه د افغان سولې د ملاتړ په پار مننه کړې او ویلي یې دي، چې افغانان د خپل هېواد د څلوېښت کلنې جګړې پای ته رسېدو ته انتظار باسي.
باید و ویل شي، چې قطر د طالبانو د سیاسي دفتر او دغه راز په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو تر ټولو د سترې اډې کوربه دی ځکه ګومان کېږي چې د افغانستان د سولې په پروسه کې مهم رول لرلی شي.
جمهورخبري آژانس:کابل