امریکا، پاکستان ته!

ژر تر ژره د تروریستي ډولو ملاتړ او مرکزونه بند کړی

27 دلو 1397 ساعت 9:13

په هندي کشمیر کې پر هندي ځواکونو تر خونړي ځانمرګي برید وروسته امریکا پر پاکستان غږ کړی، چې په عاجل ډول د ترهګرو ډلو ملاتړ او مرکزونه بند کړي.


په هندي کشمیر کې پر هندي ځواکونو تر خونړي ځانمرګي برید وروسته امریکا پر پاکستان غږ کړی، چې په عاجل ډول د ترهګرو ډلو ملاتړ او مرکزونه بند کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د هند تر ولکې لاندې کشمېر کې د تېرې پنشنبې په ورځ د هندي ځواکونو په یوه لوی کاروان خونړی ځانمرګی برید وشو، چې له امله یې ۴۰ هندي پوځیان و وژل شول او ۴۴ نور ټپیان شول.

سپینې ماڼۍ دغه برید په ټکو غندلی او ویلي یې دي، هغه ترهګرې ډلې، چې پر هندي سرتېرو یې دغه برید کړی دی اډې یې په پاکستان کې دي.

سپینې ماڼۍ د فبرورۍ په پنځلسمه په یوه اعلامیه کې ویلي د دغو ترورېستي ډول اساسي هدف په سیمه کې د تشدد، ګډوډۍ او بې امنیتي خپرول دي.

په خبرپاڼه کې پر امریکا پر پاکستان غږ کړي، چې ژر تر ژره هغه ملاتړ او خوندي ځایونه چې په خپله خاوره کې یې ټولو ترورېستي ډلو ته برابر کړي، بند کړي.

امریکا په هند کې شوي برید ته په اشارې ویلي، چې  داسې ترورېستي حملې د ترورېزم پر ضد د ګډې مبارزې او زیاتې همکارۍ لپاره د هند او امریکا تعهد ټینګوي.
 
باید و ویل شي، چې په هند کې د شوی خونړي ځانمرګي برید مسوولیت د جېش محمد سخت دریځې ډلې پر غاړه اخیستی دی.

هند وايي، د جیش محمد ډلې مرکزونه او مشر یې مسعود ازهر په پاکستان کې دي او د دغه هېواد پوځ او استخبارات یې ملاتړي دي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 



 
 


د مطلب کود: 113496

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113496/

جمهور
  https://www.jomhornews.com