۰

امریکا کې یوه وسله وال بریدګر ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

شنبی ۲۷ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۸
راپورونه وايي، د امریکا شیکاګو ته څېرمه ارورا ښار کې د یوه وسله وال کس په ډزو کې ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
امریکا کې یوه وسله وال بریدګر ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
راپورونه وايي، د امریکا شیکاګو ته څېرمه ارورا ښار کې د یوه وسله وال کس په ډزو کې ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه برید پرون جمعه د هنري پرټ په نوم  یوه کارځی کې د یوه وسله وال کس له خوا شوی، چې په ډزو یې پنځه تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

ټپي شوي کسان پولیس دی او برید کوونکی هم د پولیسو په ډزو کې وژل شوی دی.

تر اوسه د برید انګېزه نه ده معلومه خو پولیسو ویلي، بریدګر ګري مارټین نومېږي چې ۴۵ کلن دی.

د ارورا د پولیسو مشر کریسټین زیمان له پېښې څو ساعته وروسته خبریالانو ته ویلي له خپلو سرتېرو مننه کوي، ځکه چې د بریدګر مخې ته ډال ګرځېدلي او پنځه کسان یې له مرګه ژغورلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي