۰
جنرال ووټل:

۱۴ سوله سرتېري له افغانستان باسو خو دا د سولې لپاره روانو هڅو سره اړه نه لري

شنبی ۲۷ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۰
د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال جوزف ووټل وايي، ښايي تر ۱۴۰۰ پوري امریکايي سرتېري له افغانستان څخه وایستل شي.
۱۴ سوله سرتېري له افغانستان باسو خو دا د سولې لپاره روانو هڅو سره اړه نه لري
د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال جوزف ووټل وايي، ښايي تر ۱۴۰۰ پوري امریکايي سرتېري له افغانستان څخه وایستل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ووټل دغه څرګندونې پرون د فبروری ۱۵ مه له رویټرز خبري آژانس سره خبرو کې کړې او ویلي يې دي، چې دغه کار په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر په وړاندیز کېږي.

نوموړي ویلي جنرال مېلر وړاندیز کړی، چې ۱۴۰۰ پورې امریکايي سرتېري له افغانستانه باید وایستل شي او دغه کار یې د امریکا د پوځ له امکاناتو د منصفانه کار اخیستنې په موخه کړی دی.

هغه په خپلو خبرو کې ویلي« دا پلان جنرال مېلر په افغانستان کې د قوماندان په توګه تر ټاکل کېدو وروسته جوړ کړ او تمرکز یې پر دې و چې موږ څرنګه کولای شو چې د امکان تر حده موثر فعالیت او سپما وکړو.»

که څه هم جنرال ووټل د امریکايي سرتېرو د کمولو دقیقه شمېر او نېټه نه ده په ګوته کړې خو ټینګار یې کړی، چې د سرتېرو کمولو پرېکړه د افغانستان د سولې لپاره له روانو هڅو سره اړه نه لري.

په کابل کې د جنرال مېلر ویاند ډګروال ډېوېډ بټلر په دې اړه چې څومره عسکر به دقیقاً وایستل شي، له خبرو ډډه کړې ده.

په ورته وخت کې رویټرز آژانس ویلي جنرال مېلر به دومره امریکايي پوځيان وساتي چې د اړتیا په وخت کې د عملیاتو لپاره کفایت وکړي.

له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو موضوع یو ځل بیا داسې مهال راپورته کېږي، چې د ټرمپ تر اعلان وروسته په وار وار د امریکا سنا حکومت ته خبرداری ورکړی، چې خپل ځواکونه له افغانستانه ونه باسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي