ټرمپ نن د داعش د برخلیک په اړه مهمه اعلامیه خپروي

27 دلو 1397 ساعت 9:48

راپورونه وايي، ټاکل شوې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن شنبې د سلواغې ۲۷ مه سوریه کې له داعش سره د جګړې په اړه مهمه اعلامیه خپره کړي.


راپورونه وايي، ټاکل شوې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن شنبې د سلواغې ۲۷ مه سوریه کې له داعش سره د جګړې په اړه مهمه اعلامیه خپره کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ټرمپ پرون جمعه ویلي، چې د سوریې په اړه او هلته د داعش د له منځه وړلو په برخه کې مهمه بیانیه لري او دا به په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې خپره کړي.

ټرمپ دغه اعلامیه پر داسې مهال خپروي، چې څو ورځې وړاندې یې ویلي و، سوریه او عراق کې داعش ډلې ۹۹ سلنه سیمې له لاسه ورکړې او دا ډله نور ماته شوې ده.

هغه دا هم ویلي و چې ډېر ژر به د خپلو متحدینو په ګډون د داعش څخه د ټولو سیمو د نیولو اعلان وکړي.

ټرمپ دغه اعلامیه پر داسې مهال ورکوي، چې څو ورځې وړاندې د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانې مشر جنرال جوزف ووټل ویلي و، چې له سوریې د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته باید هلته د سوریې دموکراتیک ځواکونه تجهیز شي او پر داعش نور فشار هم راوړل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 113501

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113501/

جمهور
  https://www.jomhornews.com