۰

ټرمپ د بېړني حالت د نافذولو سند لاسلیک کړ

شنبی ۲۷ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۶
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټول هېواد کې د بېړني حالت د اعلان سند په رسمي ډول لاسلیک کړی دی.
ټرمپ د بېړني حالت د نافذولو سند لاسلیک کړ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټول هېواد کې د بېړني حالت د اعلان سند په رسمي ډول لاسلیک کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ پرون جمعه د فبرورۍ ۱۵ مه دا سند لاسلیک کړی او ویلي یې دي، ځکه یې دغه سند لاسلیک کړی، چې امریکا د نشه يي توکو، وسله والو ډلو او وګړو د اشغال سره مخ ده.

د ټرمپ د بېړني حالت د اعلام په سند کې لیکل شوي، چې د امریکا په جنوبي سرحد کې امنیتي او بشري بحران روان دی چې د امریکا ملي امنیت له خطر سره مخامخ کړی او په ملي کچه بېړنی حالت ېې پېښ کړی دی.

د امریکا ولسمشر په دې اړه ویلي«“موږ به نن د ملي اضطراري حالت اسناد لاسلیک کړو چې ډېر ښه کار دی، ځکه چې موږ د مخدرو موادو، وسله والو ډلو، د وګړو له لوري له اشغال سره مخامخ یوو او دا د منلو وړ نه دي.»

باید و ویل شي، د بېړني حالت له اعلام سره ډونالد ټرمپ دې ته اړ نه دی، چې د کانګرس مرستې ته ودرېږي او د دې صلاحیت پېدا کوي چې د دېوال جوړولو لپاره له نورو ادارو پېسې ترلاسه او مصرف کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي