۰

غزني کې چاودنې دریو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

شنبی ۲۷ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۲
سییمه ییز چارواکی وايي، غزني ولایت کې د سړک د غاړې بمي چاودنه کې یو تن وژل شوی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
غزني کې چاودنې دریو تنو ته مرګ ژوبله واړوله
 سییمه ییز چارواکی وايي، غزني ولایت کې د سړک د غاړې بمي چاودنه کې یو تن وژل شوی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

دغه چاودنه نن شنبې د سلواغې ۲۷ مه سهار شاوخوا ۹ بجې د غزني ښار اړوند د قصابۍ په کوڅه کې رامنځ ته شوې ده.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې وسله والو مخالفینو دغه ماین په یاده کوڅه کې په واور کې پټ کړی و او غوښتل یې پر هغه پولیسو چاودنه وکړي، چې هره ورځ دغه قصابۍ ته د غوښې اخیستو لپاره ورځي.

خو په وینا یې چاودنه پر ولسي وګړو شو، چې یو تن په کې وژل شوی او دوه نور ټپیان دي او پولیسو په سیمه کې شتون نه درلود.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي