په بېلا بېلو ولایتونو کې ۳۵ وسله وال ته مرګ ژوبله اوښتې ده

27 دلو 1397 ساعت 10:41

په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د افغان پوځ د عملیاتو پر مهال د ۳۵ وسله والو مخالفینو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.


په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د افغان پوځ د عملیاتو پر مهال د ۳۵ وسله والو مخالفینو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه قول اردو نن شنبې د سلواغې ۲۷ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، وسله والو مخالفینو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په سرپل، بغلان، سمنګان او تخار ولایتونو کې اوښتې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د سرپل ولیات د صیاد ولسوالۍ د بلند غور په سیمه کې د هوايي او توپچي بریدونو په ترڅ کې ۱۷ وسله وال وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز خبرپاڼه وايي، د سمنګان ولایت د دره صوف ولسوالۍ په ګرم آبک، للمک او سفیدان خان کلیو کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او یو پلانکوچ موټر یې له منځه وړل شوی دی.

دغه راز خبرپاڼه وايي، نن سهار د پلخمري ښار د دشت خواجه الوان په سیمه کې هم د افغان ځواکونو سره جګړه کې څلور وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي طالبانو غوښتل په دغه سیمه کې د تیلو شخصي ټانکرونه وګرځوي، چې افغان ځواکونه پر وخت ورسېدل او طالبانو له سیمې پېښې سپکې کړې.

بل خوا په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ کې هم د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته کې یو وسله وال وژل شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:شمال
 
 


د مطلب کود: 113507

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113507/

جمهور
  https://www.jomhornews.com