۰

دفاع وزارت د ۱۳۱ وسله والو مخالفینو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی

شنبی ۲۷ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۱
ملي دفاع وزارت وايي، د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د افغان پوځ په ځمکنیو، هوايي او توپچي عملیاتو کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
دفاع وزارت د ۱۳۱ وسله والو مخالفینو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی
ملي دفاع وزارت وايي، د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د افغان پوځ په ځمکنیو، هوايي او توپچي عملیاتو کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن شنبې د سلواغې ۲۷ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اوښتې.

سرچینې زیاته کړې، چې افغان ځواکونو، په کاپیسا، پروان، غزني، پکتیا، کندهار، اروزګان، هلمند، بادغیس، فراه، سرپل، بلخ او تخار ولایتونو کې د وسله والو پر ضد ځمکني، هوايي، توپچي او چاڼیز عملیات تر سره کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دغه عملیاتو کې په یادو ټولو ولایتونو کې لږ تر لږه ۹۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۴۱ نور ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه کې د افغان ځواکونو د زیان په اړه څه نه دي ویل شوي خو وايي، افغان ځواکونه په ټول توان له هېواد او خلکو دفاع ته هره لحظه چمتو دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي