لغمان کې د یوه قاضي په ګډون پنځه طالبان وژل شوي دي

27 دلو 1397 ساعت 13:06

د لغمان چارواکي په دغه ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې د یوه قاضي په ګډون د پنځو وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.


د لغمان چارواکي په دغه ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې د یوه قاضي په ګډون د پنځو وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژنس د خبر له مخې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې پرون جمعه د سلواغې ۲۶ مه د دې ولایت د بادپښ ولسوالۍ د مارسنګي په سیمه کې د طالبانو پر یوه پټنځای برید کړی دی.

په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دغه برید کې د یوه قاضي په ګډون پنځه طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې د طالبانو وژل شوی قاضي مولوي لعل محمد نومېږي او نور وژل شوي طالبان سیمه ییز قوماندان مولوي فضل الدین، عبدالاحمد، مولوي ناصر او عبدالله دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:لغمان
 
 
 
 


د مطلب کود: 113523

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113523/

جمهور
  https://www.jomhornews.com