د ټاکنیزو کمېسیونونو له غړو پلټنې پیل شوې دي

27 دلو 1397 ساعت 13:42

لوی څارنوالي وايي، د ټاکنو د خپلواک کمېسیون او د ټاکنو د شکایتو کمېسیون د رییسانو په ګډون د دواړو کمېسیونونو له ۱۲ غړو پر دوی د لګېدلو تورونو له امله پلټنې پیل شوې دي.


لوی څارنوالي وايي، د ټاکنو د خپلواک کمېسیون او د ټاکنو د شکایتو کمېسیون د رییسانو په ګډون د دواړو کمېسیونونو له ۱۲ غړو پر دوی د لګېدلو تورونو له امله پلټنې پیل شوې دي.

د لوی څارنوالۍ ویاند جمشېد روسولي جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې د ټاکنیزو کمېسیونونو له غړو پلټنې نن شنبې د سلواغې ۲۷ مه د لوی څارنوالۍ د یوه ځانګړي پلاوی له خوا پیل شوې.

نوموړي زیاته کړه دغه پلاوی به د کمېسیون له غړو پر دوی د لګېدولو تورونو په اړه معلومات راټول کړي تر څو د هېواد له قوانینو سره سم د هغوی پر وړاندې عادلانه پرېکړه وشي.

لوی څارنوالي دغه اقدام پر داسې مهال کوي، چې تېره اوونۍ د ولسمشرغني له خوا د ټاکنو قانون د تعدیل توشیح شو چې ورسره سم د یادو کمېسیونونو رییسان او غړي له دندو لرې کړی شول.

د ولسمشر له خوا د دغه قانون تر توشیح وروسته لوی څارنوالی د ټاکنیزو کمېسیونونو غړي ځکه ممنوع الخروج اعلان کړل، چې پر دوی د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو د درغلیو او رشوت اخیستو تورونه پورې او شکایتونو پر ثبت شوي دي.

جمشد رسولي وايي، لوی څارنوالي پر هغه لاسوندونو سربېره چې د ټاکنیزو کمېسیونونو پر غړو د وظیفوي غفلت او ناوړه ګټې اخیستې په پار د هېواد له کشفي استخباراتي ادارې یې تر لاسه کړي هغه نور لاسوندونه هم څېړي چې په همدې اړه یې له ځینو بنسټو او خلکو تر لاسه کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 113525

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113525/

جمهور
  https://www.jomhornews.com