رویټرز:

طالبان به اسلام آباد کې له سعودي شهزاده سره هم وګوري

27 دلو 1397 ساعت 15:02

رویټرز خبري آژانس پاکستان ته د سعودي عربستان د شهزاد محمد بن سلمان د سفر په اړه خپاره شوي راپور کې ویلي پاکستان ته تلونکی طالب پلاوی به له محمد بن سلمان سره هم وګوري.


رویټرز خبري آژانس پاکستان ته د سعودي عربستان د شهزاد محمد بن سلمان د سفر په اړه خپاره شوي راپور کې ویلي پاکستان ته تلونکی طالب پلاوی به له محمد بن سلمان سره هم وګوري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ټاکل شوې وه د سعودي عربستان شهزاد محمد بن سلمان نن اسلام آباد ته ولاړ شي چې د ورتګ لپاره یې پاکستان خورا شدید تدابیر نیولي خو د هغه سفر د نامعلومه دلایلو له امله سبا ته ځنډېدلي دي.

رویټرز خبري آژانس پاکستان ته د سعودي شهزاد د سفر د ځنډ لامل هم له طالبانو سره د نوموړي لیدنه په ګوته کړې ځکه د فبروۍ په ۱۸ مه د طالبانو د قطر د دفتر یو پلاوی هم اسلام آباد ته تلوونکی دی، تر څو له عمران خان او خلیلزاد سره پر افغان سوله خبرې وکړي.

یوه لوړ پوړي پاکستاني چارواکي رویټزر ته ویلي که څه هم دا یو پټ رادی دی، خو طالبان به په اسلام آباد کې د سعودي له شهزاد سره هم وګوري او د افغان جګړې پر پای ته رسولو به ورسره مهمې خبرې وکړي.

دغه پاکستاني چارواکي چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی ټینګار کړی، چې طالبان او سلمان به د فبرورۍ په ۱۸ مه په اسلام آباد کې سره وګوري.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر په دې اړه ویلي چې تر اوسه له شهزاد سلمان سره د طالب پلاوی د کتنې په اړه کومه پرېکړه نه ده شوې.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او سعودي عربستان د رویټرز دغه راپور رد کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 113531

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113531/

جمهور
  https://www.jomhornews.com