۰
حامدکرزی:

افغانستان نه باید د سولې په پلمه بیا د پاکستان تر اغېز لاندې راوستل شي

یکشنبه ۲۸ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۴
پخواني ولسمشر حامد کرزي پاکستان ته د طالب پلاوي د سفر په اړه خبرداری ورکړی، چې افغانستان نه باید د سولې په پلمه بیا د پاکستان تر اغېز لاندې راوستل شي.
افغانستان نه باید د سولې په پلمه بیا د پاکستان تر اغېز لاندې راوستل شي
پخواني ولسمشر حامد کرزي پاکستان ته د طالب پلاوي د سفر په اړه خبرداری ورکړی، چې افغانستان نه باید د سولې په پلمه بیا د پاکستان تر اغېز لاندې راوستل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي دغه څرګندونې پرون شنبې د سلواغې ۲۷ مه له اسوشیټیډ پریس خبري اژانس سره په مرکه کې کړي دي او ټینګار یې کړی، چې د طالبانو سره خبرې باید د سیمې د قدرتونو په سیالۍ او پر افغانستان په نفوذ لرلو بدل نشي.

نوموړي ویلي له مخکني مهالویش پرته په اسلام آباد کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات دا خطر لري چې افغانستان سیمه ایزې سیالۍ ته ورټیل وهل شي.

ښاغلي کرزي زیاته کړې«موږ نه غواړو چې د سولې دغه پروسه د سیالو ځواکونو ترمنځ په سیالۍ بدله شي او افغانستان یو ځل بیا د سولې د بهیر تر نامه لاندې د پاکستان تر نفوذ لاندې شي، ما امریکیانو ته په واضح ډول ویلي چې په افغانستان کې د سولې او دا چې امریکا وغواړي د افغانستان پر سر د پاکستان سره معامله وکړي، د دې ترمنځ توپیر شته.»

پخوانی ولسمشر دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ټاکل شوې د طالبانو د قطر د دفتر پلاوی د پاکستان په رسمي بلنه دغه هېواد ته ورشي او له عمران خان او د زلمي خلیلزاد سره وګوري.

دغه راز په راپورو کې راغلي ټاکل شوې د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان سره چې هغه هم پاکستان ته روان دی په اسلام آباد کې وګوري او د افغان جګړې پر پای ته رسولو ورسره خبرې وکړي.

که څه هم طالبانو ویلي، چې له شهزاد سلمان سره د لیدنې په اړه پرېکړه نه ده شوې، خو پاکستان او سعودي دغه راپورونه رد کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان حکومت اسلام آباد ته د طالب پلاوی د سفر په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته رسمي شکایت کړی دی.

افغان حکومت په همدې اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو ځانګړې کمټې ته یو رسمي لیک استولی او په کې ویل شوي پاکستان ته د طالب استازو د اعلان شوي احتمالي سفر په اړه له افغان حکومت سره هېڅ ډول سلا مشوره نه ده شوې او له طالبانو سره د پاکستاني‌ چارواکو لیدنه به د دې ډلې په رسمیت پېژندنې په مانا وي.‌

په لیک کې راغلي، طالبان د افغانستان سوله او ثبات ګواښي، او پاکستان ته د تلونکي طالب پلاوي‌ ۹ غړي د ملګرو ملتونو د بندیزونو په ځانګړي لېست کې دي.

افغان حکومت په دې لیک کې پاکستان ته د طالبانو د اعلان شوي‌ سفر په اړه ویلي،‌ چې دغه ډول راپورونو افغانان اندېښمن کړي دي.

په لیک کې د پاکستان پر حکومت هم غږ شوی چې د هغو ترهګرو ډلو پر ضد پرېکنده عمل وکړي چې د افغانستان، پاکستان او ټولې سیمې امنیت ګواښي.‌

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي