افغان حکومت پاکستان ته د طالبانو د قطر دفتر د پلاوی د سفر په اړه ملګرو ملتونو ته رسمي شکایت کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې افغان حکومت په همدې اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو ځانګړې کمټې ته یو رسمي لیک استولی دی.
په دغه لیک کې ویل شوي، پاکستان ته د طالب استازو د اعلان شوي احتمالي سفر په اړه له افغان حکومت سره هېڅ ډول سلا مشوره نه ده شوې او له طالبانو سره د پاکستاني چارواکو لیدنه به د دې ډلې په رسمیت پېژندنې په مانا وي.
په لیک کې راغلي، طالبان د افغانستان سوله او ثبات ګواښي، او پاکستان ته د تلونکي طالب پلاوي ۹ غړي د ملګرو ملتونو د بندیزونو په ځانګړي لېست کې دي.
افغان حکومت په دې لیک کې پاکستان ته د طالبانو د اعلان شوي سفر په اړه ویلي، چې دغه ډول راپورونو افغانان اندېښمن کړي دي.
په لیک کې د پاکستان پر حکومت هم غږ شوی چې د هغو ترهګرو ډلو پر ضد پرېکنده عمل وکړي چې د افغانستان، پاکستان او ټولې سیمې امنیت ګواښي.
دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې نن د طالبانو د قطر دفتر یو پلاوی پاکستان ته ولاړ شي او هلته د دغه هېواد له لومړي وزیر عمران خان او د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره پر افغان سوله خبرې وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل