سالنګ لویه لار بیا د ترافیکو پر مخ وتړل شوه

28 دلو 1397 ساعت 10:10

د ټولګټو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د سالنګ لویه لار یې د زیاتو واورو ورېدو له امله یو ځل بیا د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.


د ټولګټو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د سالنګ لویه لار یې د زیاتو واورو ورېدو له امله یو ځل بیا د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن یکشنبې د سلواغې ۲۸ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، سالنګ کې سختې واورې او توند باد دی او د دې لپاره چې خلکو ته ځاني او مالي زیان ونه رسېږي، دغه لار د شپې له ۱۰ بجو راهیسې د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

په خبرپانه کې ویل شوي، چې د د سالنګونو د حفظ مراقبت ریاست د ژغورنې ډله پر وخت لاس په کار شوې او هغه وسایط چې په زیان لېدونکي ځای کې بند پاتې و، په مصونه توګه خوندي ځایونو ته لېږدولي دي.

وزارت دا هم وايي، چې د هواد او وضعیت په ښه کېدو سره به د نن ورځې په اوږدو کې دغه لار بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیزي.

باید و ویل شي، چې له تېرو دوه اونیو راهیسې دا څوم ځل دی، چې د سالنګ لویه لار چې د شمال ۹ ولایتونو له کابل سره نښلوي د زیاتو ورښتونو له امله د ترافیکو پر مخ تړل کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 113551

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113551/

جمهور
  https://www.jomhornews.com