سیمه ییز چارواکي وايي، د پروان ولایت د استناف محکمې یو کارکوونکی د ناپېژانده وسله والو کسانو په برید کې وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون شنبې د سلواغې ۲۸ مه ماښام مهال د پروان ولایت په مرکز چاریکارو ښار کې رامنځ ته شوې ده.
د پروان د والي ویانده وحیده شهکار وايي، د استیناف محکمې کارکوونکی میرویس له مسجد څخه کور ته روان و، چې موټر سایکل سپورو وسله والو پرې ډزې کړې او وژلی یې دي.
نوموړي زیاته کړې، تر اوسه د پېښې د برید انګېزه نه ده معلومه، خو پولیسو یې په اړه پلټنې پیل کړې دي.
تر اوسه د برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:پروان