د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی او د افغان حکومت له اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله سره یې لیدلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اجرائیه ریاست پر فسبوک پاڼه خپاره شوي معلومات وايي، ښاغلي عبدالله او ښاغلي خلیلزاد نن یکشنبې د سلواغې ۲۸ مه په سپېدار ماڼۍ کې سره ولیدل.
په خبرپاڼه کې ویل شوي ښاغلي خلیلزاد د سیمې هېوادونو ته د خپل سفر او په افغان سوله کې د شویو پرمختګونو په اړه عبدالله ته معلومات وړاندې کړل.
سرچینه زیاتوي، عبدالله د سولې لپاره د خلیلزاد او د امریکا د دولت له هڅو مننه وکړه او ویې ویل، چې په افغانستان کې تل پاتې او باغزته سوله د افغانانو لومړیتوب دی.
ښاغلي عبدالله ټینګار کړی، چې په هېواد کې د روانې جګړې پای ته رسېدل د افغان حکومت او ولس کلکه غوښتنه ده.
د اجرائیه ریاست فسبوپاڼه وايي، ښاغلي خلیلزاد هم د افغانانو په مشرۍ او مالکیت پر تل پاتې او باغزته سوله ټینګار وکړ.
باید و ویل شي، چې خلیلزاد څو ورځې وړاندې د یوه امریکايي پلاوی په مشرۍ د سیمې ځینو هېوادونو ته پر افغان سوله ۱۸ ورځنی سفر پیل کړی دی.
هغه څو ورځې وړاندې بلجیم ته ولاړ او هلته یې د ناټو او اورپايي ټولنې له مشرانو سره پر افغان سوله خبرې وکړې او دا خبرې یې ګټورې وبللې.
ټاکل شوې خلیلزاد سبا پاکستان ته ولاړ شي او د دغه هېواد په پلازمېنه کې د طالبانو د قطر له پلاوی او پاکستاني چارواکو سره هم وګوري.
جمهورخبري آژانس:کابل