۰

بلخ کې ۷ پولیس وژل شوي دي

یکشنبه ۲۸ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۵
د بلخ سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو په یوه برید کې د ۷ پولیس سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
بلخ کې ۷ پولیس وژل شوي دي
د بلخ سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو په یوه برید کې د ۷ پولیس سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل وايي طالبانو تېره شپه (د سلواغې ۲۸ مه) د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې پر یوه امنیتي پوسته برید کړی.

نوموړي زیاته کړې، چې طالبانو په دې برید کې د پوستې د قوماندان نجیب توخته ای په ګډون ۷ پولیس وژل شوي دي.

د عادل په وینا دغه جګړې څو ساعته دوام درلود، چې په ترڅ کې یې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو د شمېر په اړه یې دقیق معلومات نشته.

طالبانو هم په سیمه کې د جګړې پخلی او د ۷ پولیس سرتېرو د وژل کېدو تر څنګ د دریو پولیسو د ټپي کېدو ادعا هم کړې ده، خو د خپل لوري د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:بلخ
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي