هند له پاکستان سره پر پوله لویې پوځي مانورې پیل کړې دي

28 دلو 1397 ساعت 13:57

په کشمير کې پر هندي ځواکونو تر خونړي ځانمرګي برید وروسته هندي ځواکونو د پاکستان سره پر پوله لویې پوځي مانورې پیل کړې دي.


په کشمير کې پر هندي ځواکونو تر خونړي ځانمرګي برید وروسته هندي ځواکونو د پاکستان سره پر پوله لویې پوځي مانورې پیل کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د هند تر ولکې لاندې کشمیر په پلوامه سیمه کې څو ورځې وړاندې د هندي ځواکونو په یوه کاروان ځانمرګی برید وشو، چې په کې ۴۴ سرتېري و وژل شول او همدومره نور ټپیان شول.

د دغه برید مسوولیت د جیش محمد ډلې پر غاړه واخیست او هند یې پړه ځکه پر پاکستان واچوله، چې د هندي چارواکو په وینا دغه ډله او مشر یې په پاکستان کې دي.

دغه برید ګڼ غبرګونونه راپارول، هند یې د غچ اخیستنې ګواښ وکړ او امریکا پر پاکستان غږ وکړو چې ژر تر ژره په خپله خاوره کې د ترهګرو ډولو ملاتړ او مرکزونه بند کړي.

تر دغه خوندي برید څو وروځې وروسته نن د فبرورۍ ۱۸ مه هندي ځواکونو راجستان کې له پاکستان سره پر پوله لویې پوځي مانورې پیل کړې دي.

د هندي رسنیو د معلوماتو له مخې په دې پوځي مانورو کې د چورلکو او جیټ الوتکو په ګډون بېلا بېل پوځي وسلې کارول کېږي.
د وېو شیکټي په نامه دغو پوځي مانورو کې د هند هوايي پوځي وسلې، جنګي الوتکې، توغندي او له ځمکې هوا ته توغېدونکي توغندي کارول کېږي.

د پي ټي ای د راپور له مخې، په دې کانورو کې هغه جنګي الوتکې هم کارول کېږي، چې د ورځې په رڼا او د شپې په تیاره کې خپل هدفونه سم ویشتلی شي.

دغه مانورې په دقیق ډول په پوکهران او بهر پور سیمو کې پیل شوې، چې له پخوا راهیسې ورته چمتوالی نیول شوی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 113563

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113563/

جمهور
  https://www.jomhornews.com