۰

له پاکستانه، افغانستان ته لېږدونکي چاودېدونکي توکي ونیول شول

یکشنبه ۲۸ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۰۷
د ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکي د هغه زرګونه کیلوګرامه چاودېدونکو توکو د نیولو خبر ورکړی، چې له پاکستان څخه افغانستان ته راوړل کېدل.
له پاکستانه، افغانستان ته لېږدونکي چاودېدونکي توکي ونیول شول
د ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکي د هغه زرګونه کیلوګرامه چاودېدونکو توکو د نیولو خبر ورکړی، چې له پاکستان څخه افغانستان ته راوړل کېدل.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار والي شاه محمود مياخيل وايي، دغه چاودېدونکي توکي د جلال آباد – تورخم په لویه لار د روداتو ولسوالۍ په اړوند سیمه کې نیول شوي دي.

نوموړي زیاته کړې لس زره کیلوګرامه چاودېدونکي توکي چې په یوه سراچه موټر کې اېښودل شوي او له پاکستان څخه افغانستان ته راوړل کېدل په روداتو ولسوالۍ کې د ملي امنیت ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

د ننګرهار والي زیاتوي، چې د دې چاوېدونکو توکو د لېږد په تور درې کسان هم نیول شوي، چې دا مهال تر پلټنې روانې دي.

په ورته وخت کې والي وايي، ملي امنیت ځواکونو په تورخم بندر کې لس میله تومانچې، شل شاجورونه، چې د یوه کس له خوا له پاکستانه جلال آباد ته رالېږدول کېدل لاس په لاس نیولي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي