د ولسي جرګې یو شمېر برحاله غړو تېرې پارلماني ټاکنې له درغلیو او پراخ فساد ډکې وبللې او د هغو د لغوه کېدو غوښتنه یې وکړه.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې دغه غړي نن یکشنبې د سلواغې ۲۸ مه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال و ویل، چې د ټاکنیزو کمېسیونو غړو د ولس پر رایو ملنډ وهلې او ملي خیانت یې کړی دی.
د ولسي جرګې لومړي مرستیال همایون همایون و ویل، چې په تېرو پارلماني ټاکنو کې ولس قرباني ورکړه ستونزې یې وګاللې خو د کمېسیونونو غړو د ولس له رایې سره خیانت وکړ، درغلي یې وکړه او دا ملي پروسه یې نوم بدې کړه.
هغه د کمېسیونونو پر مشرانو او غړو د رایو د شمېر پر مهال د پيسو اخیستنې تور هم پروې کړ او ویې ویل، چې دوی له ټاکنیزو کمېسیونونو د تدارکاتو کمېټه جوړه کړې وه.
نوموړي و ویل، چې د پېژندپاڼو د وېش پر مهال ۱۰ زره پېژندپاڼې پاکستان وګړو ته ورکړل شوې او دغه راز ۱۰ میلیونه نورې پرته له سټېکره په ګڼو ولایتونو کې وېشل شوې وې.
د ولسي جرګې لومړي مرستیال د حکومت ورستي اقدام چې د کمېسیونونو د مشرانو په ګډون یې غړي لرې او څارنوالۍ ته معرفي کړل هرکلی وکړ، او ویې ویل، باید پر دغه ملي پروسه د خلکو د باور بیا تر لاسه کولو لپاره تېرې ټاکنې لغوه اعلان شي.
د جرګې یو بل غړي صلح محمد سلجوقي هم ورته څرګندونې وکړې او کمېسیونونه یې په ټاکنو کې په پراخې درغلۍ او رشتوت اخیستنو تورن کړل.
نوموړي هم و ویل، چې دوی نه یوازې پیسې اخیستې او دغه پروسه یې زیانمنه کړې، بلکې پر ټاکنو یې د ولس باور له منځه وړی، چې دا خپله ملي خیانت دی.
په ولسي جرګه کې د هلمند استازي نعمت الله غفاري هم و ویل، چې د کمېسیونو غړو ملي خیانت کړی باید محاکمه او تېرې ټاکنې لغوه شي.
جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش