۰

په ۲۴ ساعتونو کې ۵۴ وسله وال وژل شوي دي

یکشنبه ۲۸ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۰۷
ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د افغان پوځ په عملیاتو کې د ۷۴ وسله والو مخالفینو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
په ۲۴ ساعتونو کې ۵۴ وسله وال وژل شوي دي
ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د افغان پوځ په عملیاتو کې د ۷۴ وسله والو مخالفینو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن یکشنبې د سلواغې ۲۸ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، وسله والو مخالفینو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اوښتې ده.

سرچینه زیاتوي، چې افغان ځواکونو په ننګرهار، پکتیا، کندهار، هلمند، فراه او سرپل په ګډون په ۱۵ ولایتونو کې عملیات کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي په دغه عملیاتو کې ۵۴ وسله وال مخالفین وژل شوي ۳۰ نور ټپیان او درې تنه مشکوک وسله وال نیول شوي دي.

دفاع وزارت په دغه عملیاتو کې د افغان ځواکونو د زیان په اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي