ولسمشر غني له خلیلزاد سره پر افغان سوله خبرې کړې

29 دلو 1397 ساعت 10:02

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي دي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني، چې تازه د مونیخ کنفرانس څخه هېواد ته راستون شوی نن دوشنبې د سلواغې ۲۸ مه په ارګ کې له خلیلزاد سره لیدلي.

د ارګ پر فسبوک پاڼه خپاره شوي معلومات ښيي، چې په دغه ناسته کې دواړو لورو پر افغان سوله خبرې کړې دي.

ولسمشر غني ویلي، چې په دې وروستیو ورځو کې د سولې پروسې په اړه ډېر کلیدي مسایل روښانه شوي او په دې برخه کې لا نورو ګډو اقداماتو ته اړتیا ته تر څو یوې تل پاتې او باعزته سولې ته ورسږو.

په ورته وخت کې د ښاغلي خلیلزاد ویلي، سولې په برخه کې په نوي کاري طریقې سره چې په یوه واضح چوکاټ کې رامنځ ته شوې غواړي مخ ته ولاړ شي.

ښاغلي خلیلزاد ویلي، چې د امریکا موخه له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې ګډې همکارۍ او له دیپلوماتیکو لارو تل پاتې سولې ته لار هوارول دي، تر څو د دواړو هېوادونو ګټې خوندي او د جګړې لګښت راکم شي.

باید وویل شي، چې خلیلزاد پرون کابل ته راغی او د افغان حکومت له اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله سره یې هم پر افغان سوله خبرې کړې وې.

ټاکل شوې وه هغه نن په اسلام آباد کې د طالبانو له پلاوي سره هم وګوري، خو دغه ناسته یې لغوه شوې، ځکه د ملګرومتلونو د بندیزو له امله د طالبانو د قطر پلاوی پاکستان ته سفر نه دی.

جمهورخبري آژانس:کابل


 


د مطلب کود: 113590

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113590/

جمهور
  https://www.jomhornews.com