د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین مل پاسوال ارکان حرب خوشحال سعادت وايي، د ملي پولیسو له صفونو به د فاسدو عناصرو ټغر ورټول او دغه راز به زورواکو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي سعادت دغه څرګدونې د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې د معینیت له ځانګړې عملیاتي قطعې څخه د لیدنې پر مهال کړې دي.
نوموړي د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې د معینیت د ځانګړې عملیاتي قطعې پرمختګونه وستایل او یادې قطعې ته یې سپارښتنه وکړه، چې د کورنیو چارو وزارت مشرتابه د پولیسو د رښتیني انځور ښکاره کولو لپاره نه سپماوونکې هڅې کوي.
هغه ولس ته ډاډ ورکړ، چې د هېواد ملي پولیس د قانون د تنفیذ، له نشه يي توکو سره د مبارزې او امن په پلې کولو کې کلک هوډ لري.
ښاغلي سعادت د ملي پولیسو له صفونو د فاسده عنصرونو په ورکولو ټینګار وکړ او ویې ویل، د ملي پولیسو صفونه سپېڅلي دي او هغه فاسد عنصرونه چې د پولیسو د ننګینې لکې لامل کېږي؛ په وړاندې به یې اوچت ګامونه پورته شي.
د هغه په وینا د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې عملیاتونه باید زیات او غښتلي شي او هغه کړۍ چې ځان قانون ماتوونکي او زورواکي بولي، هغوی ته به غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.
نوموړي د ترهګرۍ د مالي سرچینو د له منځه وړو هوډ څرګند کړ او وویل، چې ترهګري ښه او بد نه لري او د مالي سرچینو د له منځه وړو او مبارزې په برخه کې به په ټینګ عزم ودرېږي او د ملي پولیسو له دریځه به پوره ملاتړ او دفاع وکړي.
په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې معین لوی پاسوال عبدالخلیل بختیار، د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې د ځانګړې عملیاتي قطعې د تیاري ډاډ ښودلی او ویلي یې دي، یاده قطعه به ورسپارل شوې چارې په بشپړه توګه ترسره او د قاچاقبرو په وړاندې به غوڅ دریځ وښيي.
جمهورخبري آژانس:کابل