۰

کشمیر کې بیا څلور هندي سرتېري وژل شوي دي

دوشنبه ۲۹ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۴۱
هندي چارواکي د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې یو ځل بیا د څلور هندو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
کشمیر کې بیا څلور هندي سرتېري وژل شوي دي
هندي چارواکي د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې یو ځل بیا د څلور هندو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هندي چارواکو په وینا دغه سرتېري نن دوشنبې د سلواغې ۲۹ مه د هند تر ولکې لاندې پلواما سیمې په پینګلان کلي کې د وسله والو کسانو په یوه برید کې وژل شوي دي.

هندي رسنۍ وايي، نښته هغه مهال رامنځ ته شوه، چې پاکستان کې مېشتې جیش محمد وسله والې ډلې پر پاکستان کې پر هندي سرتېرو ډزې وکړې.

د هندي چارواکو د معلوماتو پر بنسټ په دغه نښته کې څلور هندي سرتېري وژل شوي، یو سرتېری او یو ملکي وګړی ټپیان شوي دي.

جیش محمد ډلې هم د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې یادې ډلې څو ورځې وړاندې د هندي سرتېرو په یوه کاروان په ځانمرګي برید کې ۴۱ سرتېري و وژل او ۴۴ نور یې ټپیان کړل.

دغه برید د هند غوسه راپاروله او له پاکستانه یې د غچ اخیستو ګواښ وکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي