۰
ولسمشر غني:

طالبان او پاکستان باید یو له بل سره خپلې اړیکې روښانه کړي

دوشنبه ۲۹ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۵۳
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، طالبان باید له پاکستان او پاکستان باید له طالبانو سره خپلې اړیکې روښانه کړي، چې پر کومو مناسباتو ولاړې دي.
طالبان او پاکستان باید یو له بل سره خپلې اړیکې روښانه کړي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، طالبان باید له پاکستان او پاکستان باید له طالبانو سره خپلې اړیکې روښانه کړي، چې پر کومو مناسباتو ولاړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په یوه ناسته کې کړې دي.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ښاغلي غني او ښاغلي خلیلزاد پرون یکشنبې د سلواغې ۲۸ مه ماښام مهال په ارګ کې سره ولیدل.

سرچینه زیاتوي، ښاغلي غني دغه راز ټینګار وکړو چې له تروریستي‌ او جرمي‌ اقتصادي ډلو سره هم باید د طالبانو اړیکې څرګندې شي.

ښاغلي غني دا هم ویلي، چې په دې وروستیو کې د سولې اړوند زیات کلیدي مسائل روښانه شوي‌ او تل پاتې او باعزته سولې ته رسېدو لپاره ګډو هڅو ته اړتیا ده.

په ورته وخت کې ولسمشر زیاته کړې، چې د سولې پروسې په تړاو له خلیلزاد سره په یوه نوې او څرګندې کاري طریقې موافقې ته رسېدلی.

د ښاغلي غني په وینا د دغه طریقې په چوکاټ کې معلومات شریکېږي او د ځانګړي اجنډا په هکله به یې مشورې تر سره او په روڼا کې به یې پرېکړه کېږي.

خلیلزاد هم ویلي، د نوې کاري لارې چې په یو څرګند چوکاټ کې رامنځته شوې په اساس به یې د سولې روان بهیر مخته یوسي.

نوموړي زیاته کړې د امریکا موخه له افغانستانه وتلو ته لار پیدا کول نه بلکې هدف یې په افغانستان کې تر پاتې سوله ټينګېدل او دغه راز له سولې وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو پراختیا ده، چې تر بحث لاندې ونیول شي.

دی وايي،له طالبانو سره یې په ټولو غونډو کې پر څلورو مسئلو چې له القاعدې سره د طالبانو اړیکې، په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شتون، له افغان حکومت سره مخامخ خبرې او سرتاسري اوربند په اړه هر اخیزې خبرې کړي‌ دي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ټینګار کړی تر چې پر دغو څلورو مسلو موافقه ونشي په خبرو کې ورته پرمختګ نشي ویلی.

نوموړي‌ زیاته کړه چې دغه څلور واړه مسئلې له یو بل سره تړلي دي او په اړه یې پرېکړې د افغانستان حکومت په محوریت باندې تر سره کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي