۰

فاریاب کې ۱۸ طالبان او درې افغان سرتېري وژل شوي دي

دوشنبه ۲۹ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۰۸
فاریاب ولایت کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته کې له دواړو لورو ۳۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
فاریاب کې ۱۸ طالبان او درې افغان سرتېري وژل شوي دي
فاریاب ولایت کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته کې له دواړو لورو ۳۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه نښته تېره شپه (د سلواغې ۲۸ مه) د فاریاب ولایت په ارکلیک کې رامنځ ته شوې ده.

د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش واييو نښته هغه مهال رامنځ ته شوه، چې طالبانو په یاده سیمه کې پر امنیتي پوستو برید وکړ.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه نښته کې ۱۸ وسله وال طالبان او درې افغان سرتېري وژل شوي او دغه راز ۸ طالبان او څلور سرتېري ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:فاریاب
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي