د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ:

لوی څارنوالي باید په تېرو پارلماني ټاکنو کې شوې درغلي جدي وڅېړي

29 دلو 1397 ساعت 14:51

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ یا تیفا د تېرو پارلماني ټاکنو برخلیک د لوی څارنوالۍ په پلټنو پورې تړلی بولی او وايي په ټاکنو کې شوې پراخې درغلۍ او ټاکنیز جرایم باید په جدیت وڅېړل شي.


د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ یا تیفا د تېرو پارلماني ټاکنو برخلیک د لوی څارنوالۍ په پلټنو پورې تړلی بولی او وايي په ټاکنو کې شوې پراخې درغلۍ او ټاکنیز جرایم باید په جدیت وڅېړل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې تیفا دغه غوښتنه پر داسې مهال کوي، چې د ټاکنو قانون په تعدیل سره د ټاکنیزو کمېسیونونو غړي له عزل کېدو وروسته پر دوی د لګېدولو تورونو له امله لوی څارنوالۍ له هېواده ممنوع الخروج اعلان شول.

د ټاکنیزو کمېسیونو پر ریسانو او غړو د ټاکنو پر مهال هم د درغلۍ تورونه پورې شوي و خو د رایو د شمېر پر مهال دغه تورونه نور هم پراخ شول.

ګڼو معترضو نوماندانو ادعا وکړه، چې د دوی په رایو کې د لاسوهنې تر څنګ د ټاکنیزو کمېسیونونو غړو زرګونه ډالر رشوت خوړلی او دغه ملي پروسه یې نوم بدې کړې.

پرون د ولسي جرګې یو شمېر برحاله استازو هم پر یوه غونډه کې د ټاکنیزو کمېسیونو پر لرې شویو غړو تور پورې کړي، چې پراخې درغلۍ یې کړې، پیسې یې خوړلې او ملي خیانت یې کړی دی.

همدې تورونو ته په اشارې د تیفا مشر نعیم ایوب زاده جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې د ټاکنو اړوند اړخونه په ټاکنو کې په شویو درغلیو او د دغه ملي پروسې تر سوال لاندې راوستو پر سر موافق دی او اوس د ټاکنو برخلیک په لوی څارنوالۍ پورې تړلی دی.

نوموړي ټینګار وکړ، چې لوی څارنوالي باید په ډېر دقت او جدیت سره په ټاکنو کې شوې درغلي وڅېړي او ټاکنیز جرایم باید مشخص او له ولس سره شریک کړي.

دی وايي، که معلومه شي، چې ټاکنیز جرایم د هېواد په ټولو ولایتونو کې په پراخ ډول تر سره شوي، نو په دې صورت کې د ټاکنو اعتبار په مکمل ډول تر سوال لاندې راځي او باید ټاکنې باطلې اعلان شي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش



 
 


د مطلب کود: 113605

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113605/

جمهور
  https://www.jomhornews.com