۰
سعودي:

د خپلو همکارانو سره په ګډه د افغانستان د ثبات لپاره کار کوو

سی شنبه ۳۰ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۵۰
د سعودي د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر هېواد یې له خپلو همکارانو سره په ګډه په د افغانستان د سولې او ثبات لپاره هڅه کوي.
د خپلو همکارانو سره په ګډه د افغانستان د ثبات لپاره کار کوو
د سعودي د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر هېواد یې له خپلو همکارانو سره په ګډه په د افغانستان د سولې او ثبات لپاره هڅه کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي الجبیر چې د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان سره پاکستان ته په سفر کې ملګری و، دغه څرګندونې له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره په یوه ګډه خبري غونډه کې کړې دي.

نوموړي ویلي، چې په افغانستان کې سوله او ثبات د ټولې سیمې په ګټه دی نو ځکه سعودي له خپلو همکاروانو سره په ګډه کار کوي، څو دغه هېواد تل پاتې سولې ته ورسوي.

هغه ټینګار وکړ، چې سعودي له پاکستان، افغانستان او امریکا سره په ګډه کار کوي څو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي او په دې هېواد کې روانې اوږدې جګړې ته له سوله ییزو لار د پای ټکی کېږدي.

باید و ویل شي، چې د سعودي شهزاده د تېرې یکشنبې په ورځ پاکستان ته په سفر تللی و او د دغه هېواد سره یې د څه باندې شل میلیارد ډالرو پانګونې تړونونه لاسلیک کړل.

نوموړي هم د پاکستان د پوځ له مشر جنرال باجوه او د څارګرې ادارې له رییس جنرال عاصم منیر سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي