۰
د هند لومړی وزیر:

د ترهګرو د ملاتړو پر وړاندې باید عملي ګامونه پورته شي

سی شنبه ۳۰ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۰۱
د هند لومړی وزیر نریندرا مودي وايي، نور د دې وخت رارسېدلی، چې د ترهګرو د ملاتړو پر وړاندې عملي ګامونه پورته کړای شي.
د ترهګرو د ملاتړو پر وړاندې باید عملي ګامونه پورته شي
د هند لومړی وزیر نریندرا مودي وايي، نور د دې وخت رارسېدلی، چې د ترهګرو د ملاتړو پر وړاندې عملي ګامونه پورته کړای شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارجنټاین له ولسمشر سره تر لیدنې وروسته ښاغلي مودي خبریالانو ته و ویل، چې پټه خوله پاتې کېدل او هېڅ نه کول پخپله ترهګرۍ ته وده ورکوي.

نوموړي زیاته کړې، چې په کشمیر کې پر هندي پوځیانو تر برید وروسته د خبرو وخت ختم شوی او د دې وخت دی، چې هند د ترهګرو د ملاتړو پر وړاندې عملي ګامونه پورته کړي.

د هند لومړي وزیر ویلي« د دې وخت را رسېدلی چې ټوله نړۍ د ترهګرۍ پر ضد یو موټي شي اوس هند نور د ترهګرو پر ضد له ګام اخیستو نشي په شا کېدلی او که داسې کوي نو دا به ترهګرۍ ته د ودې ورکولو په مانا وي.»

باید و ویل شي، چې څو ورځې وړاندې په هندي کشمیر کې د دغه هېواد پر ځواکونو په ځانمرګي برید کې ۴۱ سرتېري و وژل شول او ۴۴ نور ټپیان شول.

د دغه برید مسوولیت جیش محمد وسله والې ډلې پر غاړه واخیست، چې د هندي چارواکو په وینا د یادې ډلې مرکزونه او مشر پاکستان کې دي، او د دغه هېواد پوځ او استخبارات یې ملاتړ کوي.

له برید وروسته د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ګواښ وکړ، چې د دغه برید غچ به اخلي او پاکستان به په نړیواله کچه د ترهګرو د ملاتړ له امله منزوي کوي.

تر دې وروسته هند تر خپلې ولکې لاندې کشمیر کې د پاکستان سره پولې ته نېږدې لوی پوځي مانورې هم پیل کړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي