۰

پکتیا کې خلکو غنم کرلې ځمکې ښوونځیو ته ورکړې

سی شنبه ۳۰ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۱۸
د پکتیا د پوهنې ریاست چارواکي وايي، د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې خلکو خپلې شخصي ځمکې چې غنم یې پرې کرلي و، د ښوونځیو د ودانیو لپاره وقف کړې دي.
پکتیا کې خلکو غنم کرلې ځمکې ښوونځیو ته ورکړې
د پکتیا د پوهنې ریاست چارواکي وايي، د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې خلکو خپلې شخصي ځمکې چې غنم یې پرې کرلي و، د ښوونځیو د ودانیو لپاره وقف کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د چارواکو په وینا پکتیاوالو دغه کار له زده کړو سره د مینې په پار دا کار کړی دی.

د پکتیا د پوهنې رییس کوچی ځاځی وايي، پکتیاوال دغه مرسته او همکاري پر داسې مهال کوي، چې په دغه ولایت کې له ۴۰۰ فعالو ښوونځیو ۲۵۰ یې ودانۍ نه لري.

نوموړدي زیاته کړې، چې یوازې د روان کال په اوږدو کې د پکتیا په ځینو سیمو کې ځايي خلکو ۷۲ جرېبه شخصي ځمکې ښوونځیو ته وقف او پوهنې ریاست ته سپارلې دي.

د هغه په وینا د دې ځمکو مجموعي بیه شاوخوا ۶۰ میلیونه کېږي او د پکتیا د مرکز ګردیز په ګډون په ځاځي اریوب، ډنډپټان او ځینو نورو سیمو کې موقعیت لري.

دی وايي، خلکو پر داسې مهال خپلې شخصي ځمکې ښوونځیو ته وقف کړې، چې غنم یې پرې کرلي وو.

پکتیاوال پر داسې مهال ښوونځیو ته ځمکې وقف کوي، چې د پوهنې وزارت ژمنه کړې چې راتلونکی کال به د پکتیا په احمد خېل، سیدکرم، ډنډپټان و ځینو نورو ولسوالیو کې د هلکانو او نجونو ۴۰ ښوونځیو ته ودانۍ جوړوي.

پوهنې وزارت وايي، د دغه ودانیو جوړولو مالي لګښت ۶۰۰ میلیونه افغانیو ته رسېږي، چې د وزرارت د بودیجې څخه به ورکړل شي.

جمهورخبري آژانس:پکتیا
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي