۰

ډېر ژر به حکومت ته د ټاکنیزو کمېسیونونو نوماند کمېشنران معرفي شي

سی شنبه ۳۰ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۵
پر ټاکنو د څار بنسټونه وايي، د ټاکنیزو کمېشنرانو د ګمارې کمېټې خپل کار پیل کړی او ډېر ژر به حکومت ته د ټاکنیزو کمېسیونونو نوماند کمېشنران معرفي کړي.
ډېر ژر به حکومت ته د ټاکنیزو کمېسیونونو نوماند کمېشنران معرفي شي
پر ټاکنو د څار بنسټونه وايي، د ټاکنیزو کمېشنرانو د ګمارې کمېټې خپل کار پیل کړی او ډېر ژر به حکومت ته د ټاکنیزو کمېسیونونو نوماند کمېشنران معرفي کړي.

د افغانستان د رڼو او عادلانه ټاکنو د بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې د کمېشنرانو د ټاکلو کمېټه جوړه شوې چې خپل کار یې پیل کړی او دا مهال د نوماندانو د اسنادو پر څېړولو بوخته ده.

نوموړي ټینګار وکړ، چې دغه کمېټې په جدیت سره خپل کار پیل کړی او تر راتلونکې پنشنبې پورې به د پنځو مېرمنو په ګډون ۱۵ نوماند کمېشنران حکومت ته ورمعرفي کړي.

د هغه په وینا، چې له تېرې یکشنبې راهیسې کابو ۱۵۰ تنو چې ۲۵ په کې مېرمنې دي د ټاکنو په کمېسیونونو کې د ګمارنې غوښتنلیکونه دغه کمېټې ته سپارلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري په یوه خبري غونډه کې و ویل، چې سیاسي ګوندونو هم پنځه تنه نوماندان په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د غړیتوب اخیستو په موخه د کمېشنرانو د ګمارنې کمېتې ته معرفي کړي دي.

ویل کېږي د سیاسي ګوندونو له خوا هېڅ یوه مېرمن هم دغه کمېټې ته نه ده ورمعرفي کړای شوې.

د یادونې ده، چې تېره اوونۍ د ټاکنو د قانون له تعدیل سره سم د ټاکنیزو کمېسیونونو مشران او غړي له خپلو دندې لرې کړای شوی.

جمهورخبري آژانس:وحیدفرزان
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي