۰
خلیلزاد:

افغان حکومت او سیاسیون باید د سولې د خبرو یو مرکچي پلاوی وټاکي

سی شنبه ۳۰ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۹
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا ویلي، چې افغان حکومت او سیاسیون باید د طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره یو مرکچي پلاوی وټاکي.
افغان حکومت او سیاسیون باید د سولې د خبرو یو مرکچي پلاوی وټاکي
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا ویلي، چې افغان حکومت او سیاسیون باید د طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره یو مرکچي پلاوی وټاکي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد دغه څرګندونې پر خپل ټوېتر پاڼه لیکلې او ویلي یې دي، چې د سولې په تړاو یې له پخواني جهادي مشر استاد عبدالرب رسول سیاف سره لیدلي او خبرې یې ورسره کړې دي.

نوموړي له افغان مشرانو او سیاسیونو سره په خبرو کې ویلي، چې د افغانستان جګړه  افغانانو تر منځ د خبرو له لارې د حل وړ ده.

خلیلزاد له استاد سیاف سره په لیدنه کې ویلي، چې افغان حکومت او افغان سیاسیون باید یو ملي، متحد او رښتینی مرکچي پلاوی وټاکي.

ده ویلي دغه پلاوی کولی شي د افغانستان د حکومت او خلکو په استازیتوب له طالبانو سره خبرې وکړي او روانې ستونزې ته د حل لاره ومومي.

ښاغلي خلیلزاد زیاته کړې، چې استاد سیاف هم پرر دې مسئله ورسره هوکړه کړې او د افغان سولې لپاره یې دغه لاره غوره او ګټوره بللې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې خلیلزاد پرون له یوې رسنۍ سره په مرکه کې هم ټینګار کوی و، چې د سولې په اړه تر مشورتي لویې جرګې مخکې باید یو ملي، رښتینی او متحد مرکچي پلاوی جوړ کړل شي او بیا دې جرګه دغه پلاوي ته بشپړ صلاحیت ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي