۰

مصر کې الازهر جومات ته څېرمه چاودنه شوې

سی شنبه ۳۰ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۱
د مصر پلازمېنه قاهره کې الازهر جومات ته څېرمه چاودنه شوې، چې له امله یې پنخو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
مصر کې الازهر جومات ته څېرمه چاودنه شوې
د مصر پلازمېنه قاهره کې الازهر جومات ته څېرمه چاودنه شوې، چې له امله یې پنخو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مصري چارواکي وايي، دغه چاودنه تېره شپه (د سلواغې ۲۹ مه) مرکز قاهره کې د الازهر جومات ته څېرمه رامنځ ته شوې.

چارواکو زیاته کړې، چې په دغه چاودنه کې یو شکمن بم اېښودونکی او دوه پولیس افسران وژل شوي او دوه پولیس افسران ټپیان شوي دي.

د مصر د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي پولیسو غوښتل مشکوک کس ونیسي خو هغه له نیولو وړاندې اېښودل شوي بم ته چاودنه ورکړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي دغه مشکوک کس له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په قاهره کې د یوه بل جومات مخې ته د بم ایښودلو د هڅې په تړاو د پولیسو تر تعقیب لاندې و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي