سیمه ییز چارواکي وايي، فراه ولایت کې د بهرنیو ځواکونو یوه بې پیلوټه الوتکه لوېدلې، چې بدنه یې طالبانو وړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چارواکی زیاتوي، دغه الوتکه تېره شپه (د سلواغې ۲۹ مه) د فراه ولایت په پشت رود ولسوالۍ کې لوېدلې ده.
د فراه د والي ویاند محمحد شعیب ثابت وايي، د الوتکې د لوېدو سیمه کې د طالبانو فعالیتونه شته، خو د لوېدو پر مهال یې طالبانو حضور نه درلود.
دی زیاتويو چې الوتکه د تختکي ستونزو له امله لوېدلې، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
بل خوا طالبانو ویلي دا الوتکه دوی غورځولې او بدنه یې له دوی سره ده.
د پشت رود ولسوال غوث الدین هم وايي، د الوتکې بدنه طالبانو نامعلوم ځای ته لېږدولې ده.
بهرنیو ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:فراه