کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو هغه درې تنه نیولي، چې په کابل ښار کې یې یو ټکسي موټر چلوونکی وژلی وو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن سه شنبې د سلواغې ۳۰ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دوه ورځې وړاندې یو موټر چلوونکی د کابل ښار د شپږمې حوزې اړوند سیمه کې وژل شوی و.
سرچینې زیاتې کړې د پېښې له رامنځ ته کېدو وورسته کابل پولیس لاس په کار شول او د ښار د پنځمې حوزې په اړوند کوټه سنګي سیمه کې یې د یاد قتل درې تورن کسان ونیول.
په خبرپاڼه کې ویل شوي دغه کسانو د تېرې یکشنبې په ورځ د یوه سراچه موټر چلوونکی په شپږمه حوزه کې په ډزو وژلی او وروسته له سیمې تښي و، چې نن د پولیسو له خوا ونیول شول.
د کورنیو چارو وزرت وايي، یاد کسان تر څېړنو لاندې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل