شاکر کارګر له دندې لرې کړای شو او وحید عمر استعفا ورکړه

30 دلو 1397 ساعت 14:05

ولسمشر محمد اشرف غني د هم ګټو هېوادونو په چارو کې خپل ځانګړی استازی شاکر کارګر له دندې لرې کړی دی.


ولسمشر محمد اشرف غني د هم ګټو هېوادونو په چارو کې خپل ځانګړی استازی شاکر کارګر له دندې لرې کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ویل کېږي کارګر د ولسمشر محمد اشرف غني د یوه تازه حکم پر اساس له دندې لرې کړای شوی دی.

د ولسمشر په حکم کې راغلي، چې د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۳ مې مادې له مخې د هم ګټو هېوادونو په چارو کې د ولسمشر د ځانګړي استازي شاکر کارګر غزل او دغه راز د هغه د دفتر د تشکیل لغوه کېدل راته منظور دي.

بل خوا په ایټالیا کې افغان سفیر وحید عمر بیا له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.

وحید عمر په یوه مکتوب کې افغان حکومت ته خپله استعفا وړاندې کړې، خو د لامل په اړه یې څه نه دي ویلي.

هغه په دغه مکتوب کې زیاته کړې، چې د روانې میاشتې تر پای پورې څو بل سفیر د ده پر ځای ګومارل کېږي خپلې دندې ته دوام ورکړي، خو تر هغې وروسته غواړي له یوې بلې لارې هېواد ته خدمت وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 113652

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113652/

جمهور
  https://www.jomhornews.com