وحید عمر د ولسمشر غني سترسلاکار وټاکل شو

30 دلو 1397 ساعت 14:41

ولسمشر غني په یوه تازه فرمان کې وحید عمر چې تازه یې په ایټالیا کې د سفیر له دندې استعفا ورکړې، په عامه او ستراتېژیکو اړیکو کې خپل ستر سلاکار ټاکلی دی.


ولسمشر غني په یوه تازه فرمان کې وحید عمر چې تازه یې په ایټالیا کې د سفیر له دندې استعفا ورکړې، په عامه او ستراتېژیکو اړیکو کې خپل ستر سلاکار ټاکلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وحید عمر چې په ایټالیا کې د افغانستان سفیر و، په یوه مکتوب کې له خپلې دندې د استعفا اعلان کړی دي.

د دغه تر اعلان وروسته ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې وحید عمر په عامه او ستراتیژیکو اړیکو کې د ولسمشر ستر سلاکار ټاکل شوی دی.

د ولسمشر په فرمان کې راغلي، چې د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۳ مې فقرې پر اساس په خارجه رتبه بست کې د ستر سلاکار په توګه د وحید عمر ګمارنه ورته منظوره ده.

د فرمان پراساس به نوموړی د کابینې ، د امنیت شورا په غونډو اود اقتصادي شورا په ناستو کې ګډون ولري.

په دغه فرمان کې ویل شوي، چې نوموړي موظف دی په عامه او ستراتېژیکو اړیکو پالیسي او اساسي کرښې تدوین او له اړونده بنسټونو سره په همغږۍ یې تطبیق کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 113655

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113655/

جمهور
  https://www.jomhornews.com